وروسته تر هغه چې په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې اړیکې د سختې ترینګلتیا لور ته روانې دي، کرملین ویلي چې ټاکل شوې ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وویني. د کرملین یو لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د همدې میاشتې په پیل کې جو بایډن خپل روسي سیال ته د مخامخ ملاقات وړاندیز کړی دی. هغه زیاته کړې چې د دغې لیدنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو په وینا یې ممکن په جون میاشت کې ترسره شي. سپینې ماڼۍ ویلي چې د بایډن او پوتین لیدنه به په کوم اروپایي هېواد کې کېږي، وار له مخې اتریش او فنلنډ کوربتوب ته چمتووالی ښودلی دی.






































