کرنې وزارت وايي چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه یو زر او ۹۹۷ مټریک ټنه سویابین تولید شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، کاپیسا د ۹۳۰ ټنو په تولید سره تر ټولو ډېر تولید درلود او په دغه ولایت کې تېرکال په ۶۲۰ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوي وو.
د سرچینې په خبره، د سویابینو په تولید کې بلخ، هرات، ننګرهار، پروان، تخار، بغلان، کندز، لغمان او هلمند هم مهمه ونډه لري. په ټولیزه توګه د هېواد په کچه په یو زر او ۶۲۴ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوي وو.
د یادونې ده چې سویابین بشپړ پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.
د کرنې وزارت د مسوولینو په خبره، د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ز کال کې دود شوې، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدله شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي.



































