امریکا وایي د نړۍ نورو هېوادونو ته به ۶۰ میلیونه دوزه واکسین و وېشي. امریکایي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دا چې په وروستیو کې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا نوې څپې ناورین جوړ کړی دی، نو له همدې امله امریکا غواړي شپېته میلیونه دوزه استرازینکا واکسین د نړۍ پر هېوادونو ووېشي. امریکا وايي غواړي په دې توګه په نړۍ کې د دې وبا د کنټرول په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي. پر امریکا په دې وروستیو کې نیوکې دي چې د واکسینو بازار یې انحصار کړی دی او میلیونونه دوزه واکسین یې یوازې خپل هېواد ته ځانګړي کړي دي.






































