سعودي عربستان ویلي له ایران سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ایران یې ګاونډی هېواد دی خو ددغه هېواد د ناسم چلند له وجې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. محمد بن سلمان وایي اوس د سیمې د هېوادونو په همکارۍ دا هڅه روانه ده چې د ناسم چلند د ختمولو لپاره کار وشي او ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي. هغه د امریکا په اړه هم ویلي چې له دغه هېواد سره له څو مواردو پرته نور اختلاف نه لري خو د خپل هېواد په چارو کې د هېچا مداخله نه مني.






































