د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو ګډو پروژو خبرې شوې دي. دواړو لورو د تورغنډۍ-هرات او آقینې-اندخوی د رېل لارو پر پروژه هم خبرې کړې او همدا راز یې ټینګار کړی چې د ګازو او برېښنا د لېږد د پروژو چارې دې هم چټکې کړل شي. دوی همدا راز ویلي چې د لویو پروژو عملي کول او بریا د دواړو هېوادونو د هوساینې او بنسټيز پرمختګ لپاره مهم ګامونه دي.



































