کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د ۱۴۰۰م لمریز کال د پلان له مخې د کابل د ځینو سیمو په ۷۸ جریبه ځمکه کې به د غیر مثمرو نیالګیو د تولید قوریې جوړې شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د یادو ۷۸ جریبه قوریو د تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته به یې نیالګي د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا د همکارو ادارو په مرسته د کابل د زرغون کمربند پروژې په ځانګړو شویو سیمو کې کېښودل شي.
رستمي زیاتوي، د ترلاسه کېدونکو نیالګیو په تولید سره به د کابل د زرغون کمربند لمن پراخه او د دې سیمې د زرغونتیا او سمسورتیا لامل او ورسره به د چاپېریال او هوا د ککړتیا کچه ټیټه شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال په ټول افغانستان کې شاوخوا د ۲۱ میلیونو نیالګیو د کېښودلو پلان جوړ شوی دی.



































