نړیوال بانک د ماشومانو د زده کړو په موخه له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده. نړیوال بانک ویلي دوی غواړي د ماشومانو لپاره د زده کړو د خوندي چاپېریال برابرولو او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د پوهنې له بهیر سره ۲۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته وکړي. سرچینه کاږي چې دغه پیسې به د اقرا پروګرام له لارې لګول کېږي او ټاکل شوې چې په مرسته یې سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي. نړیوال بانک دغه راز ویلي چې له دې پیسو به د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړېږي او هڅه کېږي د ماشومانو د زده کړو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي. دغه بانک همدا راز ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو انکشافي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.



































