د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د مې د درېیمې یا مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د بیان ازادي د بشریت ستره لاس ته راوړنه ده. هغه زیاته کړې چې خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي د نړۍ په دې حساس وضعیت کې د خپل سر په بیه د حقایقو د خپرولو او بیانولو لپاره کار کوي. نوموړي په یوه اوږده ویډیويي پیغام کې د نړۍ پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې له خپلو ټولو امکاناتو او هرې ممکنې لارې په استفادې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او معلوماتو ته د بشریت لاسرسی اسانه کړي. هغه په نړۍ کې د خبریالانو لپاره ګواښونو ته په اشارې ویلي چې ملګري ملتونه د ازادو مطبوعاتو ملاتړ کوي او پر وړاندې یې د ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې همکار دي.






































