کرنې وزارت وايي، چې د افغانستان د کچالو له کروندو څخه تېرکال نږدې ۸۵۵ زره او ۳۹۵ مټریک ټنه کچالو راټول شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، د کچالو ډېری کروندې د بامیان، وردګ، لوگر، غور، هرات، فراه، بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، ننگرهار او کندز په ولایتونو کې دي چې تېر کال په ۵۳ زره او ۶۷۴ هکټاره ځمکه کرل شوې وې.
کرنې وزارت زیاتوي چې د کرنې د برخې متخصصینو د هلوځلو په پایله کې د کچالو په کمیت، کیفیت او بیې کې د تېر په پرتله خورا بدلونونه رامنځته شوي دي. د یاد وزارت چارواکي وايي، چې په ټول هېواد کې یې د کچالو ساتنې لپاره زرګونه صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي، ترڅو بزګران ورڅخه ګټه پورته کړي، چې ورسره د کچالو په بیه کې بدلون او د بازرا بیه هم کنټرول شي.د دوی په خبره، روان کال به په هېواد کې دغه اندازه نوره هم لوړه شي.



































