هندي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر شل میلیونه اوښتی دی. راپورونه وایي چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۵۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر دغې وبا د اخته کسانو ټول شمېر تر شل میلیونه اوښتی دی. راپورونو د هند د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳ زره او ۴۴۹ کسان مړه شوي هم دي چې په دې سره بیا له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۲۲ زره او ۴۰۸ ته لوړ شوی دی.






































