امریکا وایي له ایران سره د روانو مذاکراتو پایلې ته رسول به ډېر وخت ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دوی له ایران سره د خبرو له لارې د اټومي مسایلو حل غواړي خو دا معلومه نه ده چې خبرې به څومره دوام کوي. دده په خبره ستونزې ډېرې دي، خبرې به ادامه کوي خو پایلې ته رسېدل به وخت نیسي. بلینکن ویلي امریکا دا ثابته کړه چې اټومي هوکړې ته ورګرځېدل غواړي، هڅه کوي مذاکرات مخ ته لاړ شي او ایران ته هم په کار ده چې نړیوالو قوانینو او معاهدو ته ژمن پاتې شي. د ایران او امریکا ترمنځ په وین کې پر اټومي مسایلو درې غونډې شوې دي چې تر دې دمه یې پایلې روښانه نه دي.






































