هندي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا اخته ۳۷۸۰ کسان مړه شوي دي. د هند روغتیایي چارواکو ویلي چې په همدې موده کې د کرونا ویروس ۳۸۰ زره مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ورسره پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه اوښتی دی. په هند کې د کرونا وبا د تازه څپې له خپرېدو سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله ورځ تر بلې د مړو او ناروغانو شمېر زیاتېږي چې د خلکو تر څنګ یې د هند دولت هم له ننګونو سره مخ کړی دی. د ویلو ده چې په هند کې د کرونا ویروس له ډېرېدو وروسته، د کرکټ ای پي ایل سیالۍ هم تر نامالومې نېټې پورې ځنډېدلې دي.






































