په داسې حال کې چې د چين لوړ پوړو چارواکو څو څو ځله د ورخلاصون د لا زياتېدو اعلان وکړ، د مې په ۷مه نېټه به د های نان ولایت په مرکز، های کو ښار کې د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون پرانيستل شي. تر اوسه د ۶۹ هېوادونو د څه باندې ۶۵۰ تصديو ۱۳۰۰ برنډونو او د چين کابو ۱۲۰۰ برنډونو په دغه نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. دوی هڅه کوي چې د چين د مصرفي توکو په لومړي نړيوال نندارتون کې په ګډون سره چيني بازار لا پراخ کړي او د چين له پرمختيايي ګټو څخه برخمن شي. د دغه نړيوال نندارتون په موده کې به څه دپاسه ۷۰ فعاليتونه جوړ شي چې پکې به څه باندې سل ډوله نوي توليدات د لومړي ځل لپاره وښودل شي. دغه راز د های نان ولايت مرکز، های کو ښار به په راتلونکو څو ورځو کې د ټولې نړۍ توجه راجلب کړي!
د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون به د پلان له مخې د مې له ۷مې نه تر ۱۰مې نېټې پورې دوام ولري او د ياد نندارتون عمومي مساحت به ۸۰ زره مربع مترو ته ورسېږي. د يوې شمېرې له مخې، تر اوسه پورې د سويس، فرانسې، جاپان، امريکا او برېتانيا په شمول د زياتو هېوادونو د کښتۍ، موټر، جامو، بيک، سينګار او لوکسو اموالو په شمول بې شمېره توليدات به نندارې ته وړاندې شي.
د L’OREAL ګروپ د شمالي اسيا لومړی اجرائيوي مشرې فېبريس مېګرباني څو ورځې مخکې رسنيو ته وويل چې د دغه نړيوال نندارتون په ترڅ کې به د يو فعاليت په جوړولو سره خپله نوې مصرفي نظريه بيان کړي. د دې په وينا دغه ګروپ به د يوې خبري ناستې په جوړولو سره يو لړ نوي توليدات نړيوالو ته وښيي.
د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون په دغه هېواد کې د غوره مصرفي توکو د ښودلو لپاره د دولت په کچه لومړی نندارتون دی چې د ښکلي ژوند لپاره د خلکو اړتياوو د پوره کولو د نوي ډګر په توګه بلل کېږي. چيني مصرفونکي له دغه ډګر څخه په ګټې اخيستنې سره د مختلفو هېوادونو باکيفيته توليدات اخيستلای شي او د لوړې سويې خدمتونه لاسته راوړي.
د امريکا د Johnson ګروپ ۸ برنډونه به په ياد نړيوال نندارتون کې خپلې ځانګړې غرفې پرانيزي. د دغه ګروپ د مصرفي توکو په اړه د چيني چارو لومړی اجرائيوي مشر وانګ يي د چين پر مصرفي بازار پوره باور لري. هغه څرګنده کړه چې د ښکلي ژوند او باکيفيته بدني روغتيا په اړه د چيني مصرفونکو اړتياوې خورا زياتې دي. Johnson ګروپ په چين کې د خپل چټک او باکيفيته پرمختګ لپاره پوره باور لري.
د معلوماتو له مخې، د چين د مصرفي توکو د لومړي نړيوال نندارتون عمومي مساحت به ۸۰ زرو مترو مربع ته ورسېږي چې له دې جملې څخه به يې ۶۰ زره متره مربع د نړيوالو تصديو غرفې وي او تر اوسه ۲۰ زره ټکټونه پلورل شوي دي. اټکل کېږي چې دغه نندارتون به کابو ۲ لکه نندارچيان را جلب کړي. د رسنيو په اند، دغه نړيوال نندارتون ښايي د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د غوره توليداتو تر ټولو لوی نندارتون وګرځي. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وانګ بين نان څو ورځې دمخه ويلي دي چې د دغه نړيوال نندارتون موخه د غوره توليداتو په اړه د نړۍ پر لومړې کچې نندارتون ګرځېدل دي.