د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ بېړنو مرستو ته سخته اړتیا لري. د هلمند د کډوالو چارو رییس محمد رامین رسنیو ته ویلي چې تر اوسه پورې دوی یوازې له خپلو ولایتي سرچینو څخه له بې ځایه شویو سره مرسته کړې ده چې په خبره یې، کافي نه ده. نوموړي زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د وروستیو سختو جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي چې اوسمهال په ډېر بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. په ورته وخت کې بې ځایه شوي هم وایي چې په ډېر بد اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې ژوند تېروي او له دولت څخه یې غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر ورسره مرستې ته ورودانګي.



































