روسي سیاستوال او نامتو سناتور الکسي پوشکوف ویلي چې د امریکا اقداماتو نړیوال نظم ګډوډ کړی دی او دغه هېواد لا هم هڅه کوي چې په زور پر ټوله نړۍ واکمني وکړي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا باید د اعتراف پر ځای بښنه وغواړي او نور له داسې اقداماتو لاس پر سر شي چې د نړۍ نظم ته ګواښ پېښوي. هغه دغه راز څرګنده کړې ده چې امریکا هیڅ قانون ته درناوی نه لري او ټولې چارې پر خپل سر تر سره کوي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپلو وروستیو څرګندونو کې په دې اعتراف کړی دی چې ګوندې امریکا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې یو شمېر داسې اقدامات کړي دي چې د نړیوال نظم د ګډوډېدو سبب شوي دي.






































