د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د مې په ۶مه نېټه د های نان ولايت په های کو ښار کې پيل شو، او د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري. دغه نندارتون په چين کې د ټول هېواد په کچه د پياوړو مصرفي توکو په اړه لومړی نندارتون دی او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې په اړونده برخه کې تر ټولو لوی نندارتون هم بلل کيږي. د مالوماتو له مخې، د دغه نندارتون عمومي پراخوالی ۸۰ زره متره مرع دی، ۲۶۲۸ کورني او بهرنۍ شرکتونه پکې برخه لري. د چين د سوداګرۍ وزارت د مصرف هڅوونکې ادارې مشر جو شياو ليانګ وويل، دغه نړيوال نندارتون نه يوازې چيني نندارچيانو ته د بېلا بېلو هېوادونو د ښو مصرفي توکو د ښودلو او پلورلو لپاره يوه زمينه برابره کړې ده، بلکې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د چين د باکيفيته توليداتو د خرڅلاو لپاره يو ګټور فرصت هم دی.
په چين کې د عربي متحده اماراتو سفير علي دهيري د سي ام جي له خبريال سره په مرکه کې وويل، د دغه نړيوال نندراتون پيمانه او د ګډونوالو او نندارچيانو شمېر د حيرانتيا وړ دی. په نندارتون کې مې ځيني مصرفي توکي وليدل چې له نوې تکنالوژۍ او د چاپېريال ساتنې سره تړاو لري چې مشتريانو او تصديو ته يې د چين بازار حياتي او پټ ځواک څرګند کړی دی. څرنګه چې تر کرونا وبا وروسته نوښت د اقتصادي چارو د بيااحيا کلیدي ټکی دی، نو باور لرم چې د دغه نندارتون په شان ډګرونه به د پرچون او انلاين سوداګرۍ لپاره حياتي او پټ ځواک برابر کړي.
په حقيقت کې د چين په ګړندي پرمختګ سره د چينايانو عايدات هم مخ په لوړېدو دي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې کابو ۴۰۰ مليونه کسان د منځنۍ سويې عايداتو لرونکي دي او د مصرف توان يې قوي شوی دی. ښاغلي چو چې په ځانګړې توګه له ګوانګ دونګ ولايت څخه های کو ښار ته راغلی، خبريالې ته يې وويل، هغه د يوې مناسبې تفريحي کيښتۍ د اخيستلو لپاره ډېرو ځايونو ته تللی او له يو شمېر لويو اړوندو نندارتونونو څخه يې هم ليدنې کړې دي، خو د خوښې وړ کيښتۍ يې نه وه موندلې. په دغه نندراتون کې يې له پولنډ څخه د وارد شوې يوه کيښتۍ يې ډېره خوښه شوې ده.
د اومنيل په نوم د تفريحي کيښتۍ شرکت منيجرې لوه ينګ هوې وويل، د دوی شرکت د ډېرو بهرنيو شرکتونو توليدات پلوري او دغه ځل له پولنډ څخه دغه وارد شوې کيښتۍ په راوړلو سره په دغه نندارتون کې ګډون کوي. دغه نندارتون د دوی شرکت په شمول بېلا بېلو تصديو ته يو ګټور فرصت دی. د نندارچيانو شمېر د دوي له اټکل څخه ډېر زيات دی او د دوی د مشتريانو سرچينه تر ډېرې اندازې پورې پراخه شوې ده.
دغه نندارتون د اروپايي هېوادونو ډېر شرکتونه هم راجلب کړي دي، د سويس د نندارې په خونه کې د ګوانګ دونګ ولايت د ژوې سه دا داو تخنيکي شرکت منيجر کريستين برودارد له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چين په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په کچه د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، په تيره بيا په دې وروستيو کلونو کې چين د تکنالوژۍ په برخه کې هم ستر پرمختګ موندلی. اوس چين په نړۍ کې تر ټولو پياوړی بازار لري، زموږ شرکت د نوي ډيزاين او توليد شويو توکو په راوړلو سره په دغه نندارتون کې برخه لرو، دا لومړی ځل دی چې دغه نوي توکي بازار ته عرضه او ښودل کيږي.
د مالوماتو له مخې، د دې نندارتون په لومړيو دريو ورځو کې د نندارچيانو شمېر درې سوو زرو ته رسېدلی او د څو ميليارډو يوانو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک شوي دي. ويل کېږي چې دغه نندراتون د چين د پرانيستې او ورخلاصون تګلارې په لوري په تېره بيا د های نان ولايت د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړولو په بهير کې يو لوی ګام دی او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به حياتي ځواک برابر کړي.