د هند روغتیایي چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې تر ۴ لکه لس زره ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې ۴۲۰۰ نور ترې مړه شوي دي. د هند روغتیا وزارت ویلي چې دا شمېرې ابتدایي دي او ښایي د مړو شمېر تر دې هم ډېر وي ځکه ډېری داسې ناروغان هم شته چې په خپلو کورونو کې مړه شوي دي. د هندوستاني دولت سیاسي مخالف ګوند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه غوښتنه کړې ده چې عمومي بندیز ولګوي، د واکسین رسولو پروګرام دې ګړندی کړي او د ویروس څار او ټیسټونه دې زیات کړي. خو د هند دولت د اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره دا کار نه کوي. د یادونې ده چې بریتانیا په هندوستان کې د کرونا خپره شوې بڼه د اندېښنې وړ بللې ده.






































