د اسراییلو او فلسطین ترمنځ تازه نښتې شوې دي. د حماس ډلې پر اسراییلي سیمو د توغندیو بریدونه کړي چې په ځواب کې یې اسراییلو د غزې پر ځینو برخو هوایي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې د اسراییلو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شل کسه وژل شوي دي. حماس ډله وایي چې په بیت المقدس کې یې د اسراییلو د وروستي ناوړه چلند په غبرګون کې پر اسراییلي هدفونو بریدونه کړي دي. د اسراییلو پوځ بیا وایي چې دا د بریدونو پیل دی او په دې کې یې د حماس ډلې نظامیان هم وژلي دي. د اسراییلو لومړي وزیر هم ویلی چې حماس ډلې سرې کرښې ماتې کړې دي.






































