ناپېژانده کړیو او ورانکاره ډلو په تېرو دوو اونیو کې د وارداتي برېښنا دیارلس پایې ویجاړې کړې دي. برېښنا شرکت وایي چې له دې ډلې دیارلسمه پایه تېره شپه د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند په میرغلام ښارګوټي کې نړول شوې ده. دغه پایه هم د تېرو نورو په څېر د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړه شوې ده. برېښنا شرکت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دا پایې د چا له لوري نړول کېږي او نه هم حکومت په دې تړاو څوک نیولي دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې د حکومتي چارواکو او امنیتي ادارو بې پروايي غندي او له دوی غواړي چې ژر تر ژره دې دغه ډلې په نښه کړي او د خپلو اعمالو په سزا یې دې ورسوي.



































