د راپورونو له مخې ګڼ مصري امبولانسونه غزې ته تللي دي او هڅه کوي د جګړې ټپیان مصر ته ولېږدوي. مصري چارواکو ویلي چې د اختر په ورځو کې یې هم روغتیايي ټیمونو د فلسطیني ټپیانو د درملنې لپاره کار کاوه. له دې ورهاخوا د نړۍ د ګڼو هېوادونو په پلازمینو او لویو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ سخت لاریونونه پيل شوي دي او لاریون کوونکي له نړیوالو غواړي چې له فلسطینی وګړو سره دې د اسراییلو ظلم ته د پای ټکی کېږدي. بلخوا راپورونه وایي چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې شاوخوا ۱۲ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.






































