د بشري حقونو نړیوالې ادارې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګار کړی دی. په جینوا کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ځینې لوري د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د ناندریو د کمولو پر ځای د لا ډېرو پارولو لپاره هڅه کوي او نړیوالو ته په کار ده چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي. د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چې ژر تر ژره دې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي او جګړې دې ودروي. بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر بیا پر فلسطین د هوايي بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د فلسطیني توغندیو په غبرګون کې به یې هوایي برید دوام کوي.






































