د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار نړيوال بنسټ ويلي، سعودي حکومت د ښځینه فعالانو په ګډون د بشري حقونو فعالان ځورولي دي. دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د سعودي په زندانونو کې د بشري حقونو فعالانې له جنسي پله هم ځورول شوې دي. یادو بنسټونو دغه راز ویلي، د سعودي عربستان په دهبن زندان کې زندانيانو ته برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي او په متروکو یې وهل شوي دي. د بښنې د نړيوالې ټولنې په وينا له برېښنايي ټکانونو او په متروکو له وهل کېدو وروسته زندانيان له درېدو لوېدلي. دا راپورونه وروسته تر هغه خپرېږي چې په ترکیه کې د سعودي په سفارت کې د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته پر یاد هېواد نړیوال فشارونه زیات شوي دي. سي ای اې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په دې پېښه کې پړ بللی خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.