د نږدې لسو میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت، د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په بیلابیلو تولیدي برخو کې درې فابریکې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. د چارواکو د معلوماتو په اساس دا فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د خصوصي سکتور په پانګونې سره جوړې شوې چې تیره ورځ د هیواد د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د هرات والي سید عبدالوحید او د یو شمېر ملي سوداګرو لخوا پرانیستل شو. د دې فابریکو د کار پیل د شاوخوا پنځه سوه هیوادوالو ته د کار مستقیم فرصتونه برابر کړي چې ډیری یې میرمنې دي. دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا درې سوه توليدې کارخوني فعاليت لړي چې له څلویښتو زرو څخه زيات کسان پکې په کار بوخت دي



































