ایروایشیا ریویو خپرونې د افغانستان اړتیاوو ته په اشارې ویلي چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، بې وزلي او د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی. لیکنه کې راغلي چې دا هېواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې له کړکېچ سره مخ دی او نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري. لیکنه وړاندې کاږي، د افغانستان ټولنیز، اقتصادي او سیاسي کمزوری وضعیت دې ته اړتیا لري چې بېرته له سره ورغول شي څو له فساد سره د پیاوړې مبارزې جوګه شي. د لیکنې د لیکوال په باور په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له دغه هېواد څخه وځي نو امریکا ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او د یو ډیالوګ له لارې نړیوال شریکان هم له دغه هېواد سره مرستو ته راوبولي.



































