هلمند کې په تېرو دوو ورځو کې د جګړو له امله د خلکو د غنمو څلور کروندې په بشپړ ډول سوځېدلي دي. د غنمو دغه کروندې تېره شپه د عینک په سیمه کې د مرمیو لګېدو له امله سوځېدلي دي. د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، تراوسه د جګړو له امله د ملکي وګړو څو جریبه ځمکه سوځېدلې چې خروارونه غنم پکې د اور د لمبو ښکار شوي دي. هلمند کې جګړې له یوې میاشتې راهیسې زیاتې شوي چې عامو خلکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.



































