د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې سږکال به په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات پنځه سوه زره ټنو ته ورسېږي. د یاد ولایت د کرنې رییس زلمي الکو ویلي چې په یاد ولایت کې د غنمو لو پیل شوی چې د اټکل له مخې به د یاد ولایت د غنمو سږني حاصلات نږدې ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې سږکال په هلمند کې په ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې کرل شوي غنم له طبیعي افاتو او ناروغیو څخه پاک دي. نوموړي د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لامل پر کروندګرو د اصلاح شویو تخمونو وېش بللی دی. په ورته وخت کې کروندګر هم د خپلو کروندو له حاصلاتو خوښ دي او وایي چې حکومت باید په دې برخه کې ورسره همکاري لا ډېره کړي.



































