امریکا وایي د ایران په چلند کې داسې هېڅ مثبته نښه نښانه نه لیدل کېږي چې له مخې یې دوی باید پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی له ایران سره د خبرو ملاتړ کوي خو ایران ته په کار ده چې په سیمه کې خپل چلند بدل کړي. دده په خبره تر اوسه هېڅ داسې نښه نښانه نه ده لیدل شوې چې وښيي ایران خپل چلند بدل کړی دی او باید بندیزونه ورباندې لرې کړل شي. تر دې وړاندې ایران ویلي وو چې امریکا د سوداګریزو بندیزونو لرې کولو ته تیاره ده. خو د اروپايي ټولنې ځینو ديپلوماتانو هم ویلي چې لا ډېر مسایل د بحث لپاره پاتې دي او د بندیزونو لرې کولو ته لا وخت شته دی.






































