ایران خبرداری ورکړی که امریکا یې پر ضد اقدام وکړي، په افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې د امریکا هوایي اډې په توغندیو ویشتلی شي. د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده ویلي ایران دا توان لري چې په خلیج کې امریکايي الوتکې او کښتۍ وولي. د ایران دغه چارواکي ویلي دي چې هوایي ځواکونو د توغندیو پياوړتیا ډېره کړې او کولی شي چې په کندهار، قطر او عربي متحده اماراتو کې د امریکایي ځواکونو هوایي اډې وولي. ایران تر دې وړاندې ویلي و، چې که امریکا کوښښ وکړي، د ایران د تېلو صادارت بند کړي، دغه هېواد به د هورموز په تنګي کې د تیلو د انتقال چارې ګډوډې کړي. خو تر دې دمه نه دی توانېدلی چې خپله دغه خبره عملي کړي. د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې چې ورسره جوخت پر ایران بې ساري بندیزونه لګېدلي دي.