د چين د روغتيا ملي کميټې د مۍ په ۲۴ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د همدې مياشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې په دغه هيواد کې خلکو ته د کرونا ضد څه باندې ۵۱۰ ميليونه او ۸۵۸ زره دوزه واکسين تزريق شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د تېرې مارچ تر ۲۷ مې نېټې پورې په چين کې خلکو ته د کرونا ضد ۱۰۰ ميليونه دوزه واکسين تزريق شوی و، له يادې نېټې۲۵ ورځې وروسته، يعنې د اپريل تر ۲۱ مې نېټې پورې په دغه هيواد کې د کرونا ضد ۲۰۰ ميليونه دوزه واکسين خلکو ته ورکړل شوی و، د اپريل له ۲۱ مې نېټې څخه د مۍ تر ۷ مې نېټې پورې په چين کې د کرونا ضد ۱۰۰ ميليونه دوزه واکسين خلکو ته ورکړل شوی و. په چين کې د مۍ تر ۱۶ مې نېټې پورې خلکو ته د کرونا ضد ۴۰۰ ميليونه دوزه واکسين تطبيق شوی او له همدې نېټې ۷ ورځې وروسته، يعنې د همدې مياشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې په دغه هيواد کې خلکو ته د کرونا ضد ۵۰۰ ميليونه دوزه واکسين تزريق شوی دی.
دغه شمېرې دا ښيي، چې په چين کې خلکو ته د کرونا ضد واکسين د تزريق سرعت ګړندی شوی دی.
چين نه يوازې په کور دننه خلکو ته د کرونا ضد واکسين د تطیق بهیر ګړندی کړی، بلکې تر وسې پورې يې نړۍ ته هم ياد واکسين برابر کړی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ د ۲۱ مې نېټې په شپه د روغتيا په نړيوالې سرمشريزې غونډې کې ګډون او يوه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې اعلان وکړ او ويې ويل، چې چين به په راتلونکو درېيو کلونو کې په دغه مبارزه کې له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستې او د دوی د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره درې ميليارډه امريکايي ډالره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې چين نړۍ ته د کرونا ضد ۳۰۰ ميليونه دوزه واکسين وړاندې کړی او په راتلونکي کې به نړۍ ته نور هم ياد واکسين برابر کړي.
شنونکی شرکت اېرفينيټي(Airfinity) وايي، د چين له لوري نړۍ ته صادر شوی د کرونا ضد واکسين د هغو ټولو هېوادونو په پرتله زيات دی، چې نړۍ ته يې ياد واکسين صادر کړی دی.
په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو له دغه هيواد سره د چين حکومت له لوري د مرسته شوو خوراکي توکو د سپارلو په مراسمو کې وويل، چې چين له افغانستان سره د کرونا وبا ضد طبي موادو مرسته وکړه او د کرونا ضد ۴۰۰ زره دوزه واکسين به هم ورکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين او افغانستان ښه ګاونډيان، ښه دوستان او ښه ملګري دي، خپلمنځي دوستانه اړيکي يې ساتلي او همېشه يې يو له بل سره مرستې کړې دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو کاله وړاندې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پر مهال ويلي وو، چې چين به تر وسې پورې له افغانستان سره مرستې وکړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم د روغتيا په نړيوالې سرمشريزې غونډې کې له نړۍ څخه غوښتنه وکړه، چې يو بل ته لاسونه ورکړي او اوږه په اوږه دې د انسانانو د روغتيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د انسانانو د روغتيا د ښې ايندې د برابرولو لپاره هڅې وکړي.