د روسیې د استخباراتو رییس جنرال ایګر کوروبوف د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د روسیې ددفاع وزارت ویلي چې هغه له څه مودې راهیسې له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و، خو تېره شپه د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د روسیې په پوځ کې پیاوړی کس و، چې په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې د استخباراتو د رییس په توګه وګومارل شو. د روسیې ددفاع وزارت ویلي چې د نوموړي مړینه ددغه هېواد د پوځي برخې لپاره ستره ضایعه ده. د روسیې ددفاع وزارت پر دغه پېښه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.