قطر وایي د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو د خصمانه چلند له امله له دغه هېواد سره د اړیکو جوړولو پلان نه لري. د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو وروستي زور زیاتي وښوده چې دوی د سولې نیت نه لري او نه هم د سولې لپاره په دې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی. دده په خبره دوی به د نورو عربي هېوادونو په څېر د کره تضمین له موجودیت پرته له اسراییلو سره هېڅ وخت اړیکې ښې نه کړي او د دوی لپاره د فلسطینیانو د حقوقو خوندي کول لومړیتوب دی. هغه هیله څرګنده کړې چې په منځني ختیځ کې ژر تر ژره دایمي سوله او ثبات راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.






































