د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د تېرکال په ترڅ کې د هېواد د شړشمو له کروندو څخه یو زر او ۲۹۸ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، د دوی شمېرې ښيي چې تېرکال د هېواد په کچه په یو زر او ۴۵۷ هکټاره ځمکه شړشم کرل شوي وي چې یاده اندازه غوړي ترې ترلاسه شوي دي.
د سرچینې په وینا، د شړشمو ډېری کروندې، د سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان، کاپیسا او غزني په ولایتونو کې شوې چې د دغو ولایتونو د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د کرنې وزارت چارواکي وايي، دوی هڅه کوي چې د شړشمو کروندو بهیر د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د یادونې ده چې د شړشمو غوړي یا تېل ګڼې روغتیايي ګټې لري او دغه راز د درمل په توګه د استفادې ترڅنګ په پخلي کې هم کارول کېږي.



































