د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د یاد هېواد د سترې محکمې رییس د قضایي سیسټم د خپلواکۍ پر سر په غیر معمولي ډول پر یو بل لفظي بریدونه کړي دي. دا ناندرۍ وروسته تر هغه پیل شوې چې ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر هغه قاضي سختې نیوکې وکړې چې د پناه ورکولو په اړه یې د ده پالیسي رد کړه. ټرمپ دغه قاضي د اوباما قاضي بللی و. جمهوري غوښتونکي قاضي القضات جان رابرټس د ټرمپ دغه ادعا رد کړه او د قضا د خپلواکۍ دفاع یې وکړه. هغه وویل قاضیان قاضیان وي، هغوی نه د اوباما دي نه د ټرمپ او نه هم د کلینټن. له دې وروسته بیا ټرمپ په خپل تفریحي ځای کې وویل، هغه قاضیان چې د اوباما په وخت کې ټاکل شوي د قضایي سیسټم خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې راوستي ده.