په پکتيا ولایت کې د ۷۸ میليونه افغانيو په لګښت د کرونا سل بستريز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملياتي ادارې لخوا جوړ شوی دغه روغتون، ۵۵ خونې او د کرونا ناروغانو د درملنې ټول امکانات لري چې چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي. د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، چې نور به پر کرونا وبا د اخته کسانو درملنه په یاد روغتون کې کیږي، نوموړی وايي یاد روغتون له ټولو امکاناتو برخمن دی.



































