پاکستان وایي له افغانستان سره یې د صادراتو او وارداتو په کچه کې ډېروالی راغلی دی. د پاکستاني حکومت د معلوماتو له مخې په وروستیو لسو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۲،۳۵ سلنه ډېروالی راغلی دی. سرچینه همدا راز وايي چې پاکستان ته هم د افغانستان صادرات ډېر شوي دي او د تېر کال په پرتله ۶،۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي. پاکستاني چارواکو ویلي دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په لټه کې دي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید اسانتیاوې ډېرې کړل شي.



































