رویټرز اژانس یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د سعودي شاهي کورنۍ هڅه کوي چې د جمال خاشقجي پر قتل تورن شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان له دندې ګوښه کړي. رویټرز د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان د لرې کولو په اړه د دوی معلومات کره دي. رویټرز لیکلي چې د هغه د لرې کولو په اړه معلومات د شاهي کورنۍ غړو ورکړي او ویلي یې دي چې سعودي حکومت په جدي توګه غواړي نوموړی لرې او پر ځای یې واک کوم بل شهزاده ته ولېږدوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز د نوموړي د لرې کېدو په اړه یو راپور خپور کړی و چې د سعودي د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې وویل، دوی به په هیڅ صورت د محمد بن سلمان لرې کېدل ونه مني. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي د نوموړي په اړه په سعودي کې ذهنیتونه خراب کړي. پر نوموړي وروسته له هغه نړیوال فشارونه ډېر شول چې امریکا وویل د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان ورکړی و.