د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۳ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۹۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷۲ میلیونه ډېر شوی او تر درې نیم میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۶ زره او ۳۴۲ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۶۹زره ،۳۸۸ په مکسیکو کې ۲۲۳زره او ۴۵۴، په هند کې ۳۳۷زره او ۹۸۹، په بریټانیا کې ۱۲۸ زره او ۷۵، په ایران کې۸۰ زره او ۶۵۸ او په پاکستان کې ۲۱ زره او ۱۰۵ تنه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.






































