د افغان حکومت د معلوماتو له مخې دمګړی د افغانستان ډېری وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي چې ۱۹ میلیونه وګړي کېږي د خوړو خوندیتوب نه لري. د افغانستان د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي. بې وزلي، بېکاري، جګړې، نا امنۍ او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي. د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، دولت هڅه کوي چې د ملي پروګرامونو په مخته وړلو سره د خوړو د خوندیتوب نشتوالي کچه راټيټه کړي. تر دې وړاندې نړیوالو موسسو هم ویلي وو چې افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او په دې برخه کې بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.



































