د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې بېرته راګرځي او دومره رایې به خپلې کړي چې د امریکا په تاریخ کې چا نه وي ګټلې. هغه د خپل ګوند په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال د بایډن پر سیاستونو او پلانونو نیوکه وکړه او هغه یې ناکام وبلل. دده په خبره د ایران پر وړاندې د بایډن پالیسي ناکامه ده او امریکا ته به ستر سرخوږی جوړ کړي. هغه په غزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو وروستۍ نښتې ته اشاره کړې او وایي چې دغه نښته په اصل کې د اسراییلو پر وړاندې د ایران جګړه وه او باید تهران ددې هر څه له امله تر فشارونو لاندې شي. ټرمپ په خپلو خبرو کې د افغانستان او له دې ځایه د سرتېرو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.






































