د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۳ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۹۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷۴ میلیونه ډېر شوی او تر درې نیم میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۶ زره او ۸۵۵ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۸۲زره ،۱۹ په مکسیکو کې ۲۲۹زره او ۵۸۰، په هند کې ۳۵۹زره او ۶۷۶، په بریټانیا کې ۱۲۸ زره او ۱۱۳، په ایران کې۸۱ زره او ۶۷۲ او په پاکستان کې ۲۱ زره او ۵۷۶ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.






































