پاکستاني چارواکي وایي هغه وتلی ملا او سیاسي مشر یې نیولی چې پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان په لویو ښارونو کې ددې لپاره لاریونونه وکړل چې غوښتل یې اسلام ته د سپکاوي قانون سم پلی شي. خادم حسین رضوي په لاهور کې له خپلې مدرسې بیول شوی. د هغه پلویانو د سترې محکمې پر هغې پرېکړې اعتراض کاوه چې تر اوږده بند وروسته یې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه نیول شوې عیسوۍ مېرمن بېګناه وبلله او د خوشې کېدو لارښوونه یې وکړه. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري تېره شپه ناوخته پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي د دا ډول یو ګام پورته کول اړین و ځکه دغه تحریک د خلکو سر او مال له زیان سره مخامخ کوي او د مذهب په نامه سیاست کوي.