امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام نن د دغه هېواد په شپږو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو په پایله کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اېبيسي تلویزیون د راپور له مخې، د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوې پوځي اډې ته څېرمه د یو وسله وال کس په ډزو درې تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې دغه راز په جورجیا، اوهایو، ایلینوې، اسټین او تګزاس ایالتونو کې هم د وسله والو بریدونو په نتیجه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. امریکایي چارواکو په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د وسلو پر پلور باید اړین محدودیتونه ولګول شي.






































