په عراق کې د سختو سېلابونو د راوتلو له کبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبورې شوې دي.
د عراق دولتي خبري اژانس ويلي چې د دغه هېواد په جنوبي ښار ذی قار او شمالي ښار شرقاط کې د سيلابونو له کبله اوښتي زيانونه د نورو سيمو په پرتله ډېر دي.
رويټرز خبري اژانس ويلي، په عراق کې سېلابونه د تېرې اونۍ د ناڅاپي او سختو اورښتونو په پايله کې راوتلي او بغداد ته یې په هغو سيمو کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو چاره لا ډېره سخته کړې چې عراقي ځواکونو پکې له ۲۰۱۴ – ۲۰۱۷ کال پورې له داعش سره خونړۍ جګړې وکړې.
بل پلو بيا عراقي منتقدينو ويلي چې بغداد په فساد کې ډوب شوی او په لوی لاس د سېلاب ځپلو سيمو د خلکو وضعيت ته پام نه کوي.
د عراق د دولتي خبري اژانس له لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې د صلاح الدين ولايت اوسېدونکي په داسې حال کې له خپلو مېنو په تېښته کې دي چې کورونه یې نيمايي په خړو اوبو کې لاهو شوي دي.
چارواکو ويلي، تر درې زرو ډېرې کورنۍ له خپلو کورونو تښتېدلې او اوس په بد وضعيت کې ژوند کوي.
د صلاح الدين ولايت د تکريت ښار چارواکو بيا ويلي چې د خلکو د ژغورلو لپاره يې له چورلکو کار اخيستی دی.