پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي چې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه یې افغانستان ته اکسیجن او نور طبي توکي لېږلي دي. په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان افغانستان سره پنځه سوه بالونه اکسیجن او د ځینې نورو طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده چې نن به کابل ته را ورسېږي. بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې افغان دولت په دې سختو شرایطو کې د پاکستان له مرستې مننه کوي او له کرونا وبا سره د سیمې په کچه پر ګډې او اغېزناکې مبارزې ټینګار کوي.



































