د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له انبيسي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې روسیه له چین سره دوستانه اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او د چین پر ضد د غربي هېوادونو په اړوندو کړنو او پروګرامونو کې ګډون نه کوي. پوتین څرګنده کړې چې روسیې له چین سره د هر اړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ اړیکې ټینګې کړې دي او دواړه لوري د سیاست، اقتصاد او علومو په ګډون په بېلو برخو کې له یو بل سره متقابل باور او همکارۍ په لوړه کچه ساتي. پوتین څرګنده کړې چې روسیه به له چین سره خپلو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.






































