په ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي، د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ولسمشرۍ دویمه دوره یې په بشپړېدو ده، پرون له خلکو وغوښتل چې له ګېلو او نهیلیو سره سره ټاکنو کې ګډون وکړي. د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه نوماندان ولاړ دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضایه قوې سختدریځی مشر ابراهیم رییسي به د حسن روحاني ځای ونیسي. په همدې حال کې د ایران سرحدي چارواکو په دې هېواد کې نن د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په خاطر له پاکستان سره خپله لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده کړې ده. ایراني سرحدي چارواکو ویلي، چې نن په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له کبله یې پر یاده لاره امنیت سخت کړی او له پاکستانه یې هم غوښتنه کړې چې خپلې لوري ته کلک امنیتي ګامونه واخلي. ایران ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو تر ختمېدو وروسته به دغه لاره د خلکو پر مخ پرانیزي.






































