د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وايي چې هېواد يې باید له امریکا سره هم مذاکراتو او هم جګړې ته پوره چمتووالی ولري. د شمالي کوریا د کارګر ګوند په کنګره کې کیم جونګ اون د امریکا سره په سیاسي اړیکو د غور کولو نه وروسته د واشنګټن سره په اړه نهايي تصامیم نیولي دي. کیم جونګ اون په امریکا کې د بایډن د حکومت سره هم مذاکراتو او هم جګړې ته د پوره چمتوالي د نیولو غوښتنه کړې ده. بل پلو سویلي کوریا کې ځینې څیړونکي وايي دي چې د کیم جونګ اون وروستیو څرګندونو او پرېکړو ته په کتو داسې ښکاري چې دا هېواد د امریکا سره مذاکراتو ته لیواله دی خو د اټومي وسلو نه د لاس اخیستو او وړاندیزونو ته به مثبت ځواب ورنکړي.






































