کیوبا وایي څېړونکي یې په دې بریالي شوي چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي. د راپورونو له مخې ددغه هېواد روغتیایي کارکوونکو ویلي چې د دوی آبدالا نومي واکسین ۹۲ سلنه اغېزناک دي. واکسین پر ۴۰ زره کسانو ازمویل شوي دي. د کیوبا حکومت ویلي چې له دې وروسته له نړیوالو واکسینو استفاده نه کوي بلکې خپلو خلکو ته به آبدالا واکسین ووېشي. په ورته وخت کې یوه ډله ایراني او کیوبايي څېړونکي بیا د ایران لپاره د واکسینو پر جوړولو کار کوي چې د راپورونو له مخې دوی تر ۶۲ سلنې اغېزناک واکسین جوړ کړي او هڅه کوي دغه اغېز تر ۹۰ سلنې لوړ کړي.






































