د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېوا د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې درنه چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د لاهور ایالت پولیسو ویلي چې چاودنه په جوهر ټاون سیمه کې شوې ده. د دوی په خبره، تر اوسه د چاودنې څرنګوالی څرګند نه دی خو دوی یې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. راپورونه دغه راز وایي چې د چاودنې له امله ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.






































