د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي چې عثمان کاکړ په خپل طبیعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې ده ته مخکې د یو شمېر کسانو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي وو چې باید ووژل شي. د هغه په خبره، په دې نوملړ کې د عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم محسود او د نامتو سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل وو. احسان دا نه دي ویلي چې دا نوملړ چا ورکړی و. د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته د کاکړ د مړینې په اړه شکونه نور هم زیات شوي دي او په پښتونخوا کې ګڼو سیاستوالو او د پښتنو د حقونو مدافعینو ویلي چې په دې اړه باید بشپړه څېړنه وشي او روښانه شي چې کاکړ چا او څه ډول وژلی دی. عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې تر یوې مرموزې پېښې وروسته د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.






































